اسلام آباد۔10اکتوبر (اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د نوموړي سائنسدان ډاکټر عبدالقدیر خان په مړينه د غم دړد څرګندونه كولو سره وئيلي دي د محسن پاكستان په حق رسېدو راته سخت خفګان رسېدلے۔ د اتوار په ورځ خپل يو ټويټ كښې هغه انا للہ و انا الیه راجعون ليكلو سره ووئيل زه ډاکټر عبدالقدیر خان د كال 1982 نه په ذاتي توګه پېژنم ٬ هغه د اولس تحفظ لپاره د اتومي وسلې جوړولو كښې زمونږ ځانګړې مرسته وكړه۔ صدر مملكت ووئيل د يو قدردان او احسان مند قوم په حېث مونږ په دې لړ كښې د هغه خذمات هېرولې نه شؤ۔ صدر ډاكټر عارف علوي دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔
مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria