اسلام آباد۔12اپرېل(اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن)لارښود مفتاح اسماعيل وئيلي دي د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې حكومت هېواد له معاشي مسئلو څخه ويستلو له په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كوي٬ په سټاك ماركيټ كښې تېره ورځ د 1700 پوائنټس اضافه وشوه٬ د ډالر قيمت ورځ په ورځ كمېږي٬ د زرمبادله پنګې به زياتول او معاشي استحكام به راوستل وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د مسلم ليګ نون سېنېټر مصدق ملك او محمد زبېر سره خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل تېر حكومت د 800 اربه روپو ضمني ګرانټس وركړي٬ د تېر حكومت صلاحكارانو د هېواد معيشت په داؤ لګولې٬ وزیراعظم د لږ نه لږ اجرت 25 زره كولو اعلان كړې دې٬ وزیراعظم په پنشن او تنخاه كښې هم د 10 فيصده اضافې كولو اعلان كړې دې٬ ډالر اوس ښكته راروان دې ٬ ده ووئيل د هېواد خساره 5600 اربه روپو ته رسېدلې ده٬ تېر حكومت په تلو تلو كښې د 373 اربه روپو بارودي پېكج وركړې٬ د روان كال په مهال د 6400 اربه روپو خسارې اندازه لګولې شوې ده٬ د خزانې وزارت له مخې د پاكستان پرائمري خزانه 1650 اربه روپۍ ده۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په حكومت كښې به هېواد معاشي پرمختګ وكړي۔ ده ووئيل وزيراعظم نجي ادارو ته اپيل كړې چې هغه هم په تنخاګانو كښې تر 10 فيصده اضافه وكړي۔ ده ووئيل د وزيراعظم د تېرې ورځې اعلانونو په ګرد هېواد كښې هركلې شوې دې۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې به معاشي سباؤن غوره وي۔ ده ووئيل په راروان مالي كال كښې 30 اربه ډالره ته اړتيا ده ٬ آئي اېم اېف سره چې كومې وعدې شوي دي هغه نه دي ترسره كړې شوې۔ ده ووئيل عمران خان له چې كوم 200 اربه ډالر راوړل وو هغې كښې ئې كه 50 اربه ډالره راوړې وې نو كار به روان شوې وو۔ ده ووئيل تېر حكومت معيشت سره د مېرې مور سلوك وكړو ٬ د عمران په حكومت كښې بې وزله كسان زيات وځپلې شؤ۔
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې حكومت هېواد معاشي مسئلو څخه ويستلو له په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كوي٬ مفتاح اسماعيل
مضمون کا ماخذ : ریل رش