ميانوالي 14 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د 3 اربه 48 کروړ ډالرو ماليت د 1200 مېګاواټ وړ د چشمه۔5 منصوبې د بنياد تيګه كېښوده كو??ه چې به د اووو نه تر اتو كالو په موده كښې ت??سر?? كېږي٬ د جون په 30مه نيټه كال 2023 كښې د وزيراعظم په موجودګۍ كښې د چائنا نېشنل نيوکليئر کوآپريشن اوورسيز لميټډ (سي اېن او اېس) او د پاکس??ان اټامک انرجي کمېشن (پي اے اي سي) ترمېنځه د تفاهم په يادښت لاسليك شوې ٶ۔ د جمعې په ورځ د بنياد تيګه كېښود ستورې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم و??ئيل كلين اېنډ ګرين او د توان ارزانې ذريعې دې د هېواد د توان ضرورتونو له مخې د ټاكلې موده څخه وړاندې ت??سر?? كړې شي، دا منصوبه يو لوے سنګ ميل او د دوه عظيم دوست هېوادونو چين او پاكس??ان ترمېنځه د مرستې علامت دے٬ منصوبې سره به هېواد كښې پاكې٬ موثره او د نسبتاً ارزان توان په وده كښې مرسته وشي۔ ده ووئيل د څو كالو وقفې نه پس د سي پېك په منصوبه كار يو ځل به په تيز رفتارۍ سره روان دې۔ ده ووئيل د چشمه۔5 لوظنامه ت??سر?? كو??و كرېډټ اتحادي حكومت او اېس ډي پي ته ځي۔ وزيراعظم و??ئيل زمونږ مخالف هر خوا دا ډنډورې خپروي چې پاكس??ان ديواليه كېدونكې دې خو مونږ يوازې په 15 مياشتو كښې ټول خنډان لرې كړل، د حکومتي ډلې ?? ستړو په نتيجه كښې د پاكس??ان د ديواليه كېدو خطر په بشپړه توګه ختم شوې دي۔ وزيراعظم و??ئيل د آئي اېم اېف د پروګرام څو ورځې وړاندې منظوري شوې او په 48 ساعتونو كښې د پاكس??ان وروڼو هېوادونو سعودي عرب٬ متحده عرب امارات لخوا 4.5 اربه ډالرو نه علاوه آئي اېم اېف څخه يو ارب شل كروړه ډالره منتقل شوې دي، څلور مياشتې وړاندې د چين حكومت او کمرشل بېنکونو څخه پاكس??ان ته 5 اربه ډالره رقم رالېږلې ??وې۔ وزيراعظم د چين صدر شي جن پنګ، د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان او د متحده عرب امارات صدر محمد بن زيد النهيان ته په سخت وخت كښې په مرسته كو??و پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وزيراعظم و??ئيل د اتحادي حكومت او زما د سنجيده هڅو په نتيجه كښې د چين كمپنو د منصوبې لګښت 18-2017 كښې ھغه وخت د مسلم ليګ نون حكومت سره په ت??سر?? شوې كچه ساتلې ??و په دغه كښې اوسطاً د لس فيصده ګرانۍ لګښت اضافه شامل نه ده او زما په وېنا پاكس??ان ته د 30 اربه روپو ډسكاٶنټ هم وركړې شوې كو?? چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د خلوص د جذباتو عكاسي كو??٬ په دې موقع د چين د پلاوي مشر پنګ چنګ شوئے هم وېنا وكړه۔ د چائنا نيوكليئر كمېشن چيئرمېن په دې موقع وزيراعظم ته سووېنېئر وړاندې كړو۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال، د توان وزير انجينئر خرم دستګير خان او د پاکس??ان اټامك انرجي اېجنسۍ چيئرمېن ډاکټر راجه علي رضا هم موجود ٶ۔ په دې موقع د پاكس??ان اټامك انرجي كمېشن منصوبو پحقله دستاوېزي فلم هم وښودلې ??و۔
چشمه۔5 منصوبې سره به هېواد كښې د كلين٬ موثره او د ارزان توان په وده كښې مرسته وشي۔ د وزيراعظم شهباز شريف دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria