اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د توان وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير وئېلي دي چې مونږ په ايماندارۍ سره د اولس د خذمت ذمه واري په غاړه اخستې٬ډېر زر به لوډشېډنګ ختم كړې شي٬مسلم ليګ(ن)وړاندې هم د برېښنا د بحران خاتمه كړې وه او اوس به هم اولس ته د برېښنا د بحران څخه نجات وركوو۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ د پي ټي وي په پروګرام كښې په خبرو كښې كړې۔ده ووئيل چې د اسرائيل تسليمولو تصور هم نشو كولې٬د پخواني حكومت ناقص پالېسو له امله هېواد د توان او معاشي ستونزو ښكار دې۔ده ووئيل چې د پي ټي آئي حكومت 5 زره 820 مېګاواټ منصوبه بنده كړې٬د اپرېل په مياشت كښې چې كله د ګرمۍ په شدت كښې اضافه وشوه نو د برېښنا طلب زياتېدو له امله د لوډشېډنګ مسئله پېدا شوه
مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ