اسلام آباد ۔ 04 اپریل (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاكستان كښې سرمايه كارۍ غوره موقعې شته۔ فرانسیسی سرمايه كار دې موقعو څخه ګټه پورته كولې شي۔ د حكومت او امنيتي ځواكونو غوره تګلار سره په لږه موده كښې په ترهه ګرۍ قابو موندلې شوې۔ د پاكستان اقتصادي سباؤن روښانه دے۔ د ټولې نړۍ سرمايه كار پاكستان ته ر??ځي?? د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د نهې په ورځ د پاکستان فرانس بز??س کونسل چیئرمېن په مشرۍ كښې فرانسيسي پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ په دې مهال د فرانس سفير ٬ اعلی چارواكي د فرانس د 16 لويو سرمايه كار كمپنو استازي موجود وو۔ اولس مشر ووئيل ترهه ګرۍ پاكستان ته لوئے زيان رسولې ولې اوس صورتحال بدل شوے۔ ده ووئيل د حكومت او امنيتي ځواكونو غوره تګلار سره په لږه موده كښې په ترهه ګرۍ قابو موندلې شوې۔ ده ووئيل د پاكستان سباؤن روښانه دے۔او د ټولې نړۍ سرمايه كار پاكستان ته راروان دي ولې چې پاكستان يو لوئے ماركيټ دے او محفوظې سرمايه كارۍ له فعاله قانونونه وضع كړې شوي ۔ اولس مشر ووئيل سي پېك منطقه كښې د پرمختګ سترې موقعې رامخې ته كړي ۔ دې سره به منطقه كښې د پرمختګ نوې لارې پرانستلې شي او اولس ته به د روزګار موقعې په لاس ورشي۔ ده ووئيل د سي پېك منصوبې افاديت تر مخه يو شمېر هېوادونو دې منصوبه كښې خوښي ښكاره كړې۔ اولس مشر ووئيل د فرانسیسی بز??س کونسل پلاوي سره به دواړو هېوادونو ته ګټه ورسي۔ ده ووئيل پاکستان كښې انرجی، كركيلې ، ډېری انډسټری او د انفراسټرکچر په څانګو كښې د سرمايه كارۍ بې شمېرې موقعې شته۔ ده ووئيل پاکستان شوده پېدا كوؤنكې د نړۍ څلورم لوئے هېواد دے او په دې څانګه كښې به پاكستان د فرانسيسي پوهانو او د ټېكنالوجۍ او سرمايه كارۍ هركلې كوي۔ په دې مهال د پاکستان فرانس بز??س کونسل چیئرمېن تھائرے فلم لین اولس مش?? ته ووئيل فرنچ كمپنۍ او ادارې پاكستان كښې سرمايه كاري كول غواړي۔ ده ووئيل د پاكستان معېشت منطقه كښې ډېر مهم دے او دا د سرمايه كارۍ او انفراسټركچر په توګه تر ټولو غوره هېواد دے۔ ده د سرمايه كارۍ په لړ كښې د پاستان د آزادو پالېسيو ستائنه وكړه۔
پاكستان كښې د سرمايه كارۍ غوره موقعې شته
مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت