اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) خارجه سېكرټري سهېل محمود د اسلامي مرستې تنظيم ﴿او آئي سي﴾ سېكرټري جنرل حسېن براهم طحٰه سره په جده كښې د او آئي سي په سېكرټرېټ كښې ملاقات كړے. د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا په شوي ټويټ كښې وئيلي شوي د ملاقات په مهال د پاكستان، او آئي سي په مرسته ، په مقبوضه كشمير، د افغانستان په صورتحال، اسلاموفوبيا او په پاكستان كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل د 48مې غونډې د تيارې پشمول په بېلا بېلو چارو خبرې وكړې شوې. په دې موقع د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل د 48مې غونډې د پاكستان په كوربتوب كښې د تيارې جاج واخستلے شو. سېكرټري جنرل د جنرل سېكرټرېټ لخوا په دې لړ كښې پاكستان سره د بشپړه مرستې كولو باور وركړو. دوي د او آئي سي د اېجنډې په مهمو چارو او د او آئي سي د كردار زياتولو په طريقو هم خبرې وكړې.
مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔