اسلام آباد 27 جون (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي په آسټریا او آسټرالیا كښې په لويه شمېره پاكستانيان ځوانان زده كړ?? كوي٬ په دې لړ كښې دواړو هېوادونو سره مرستې لا زياتولو ته اړتيا ده?? اولس مشر دا خبرې د ش??رو په ورځ اسټريا او اسټراليا لپاره نومولې شوو سفيرانو منصور احمد خان او بابر امين سره خبرو كښې كړې۔ اولس مشر دواړو نومولي شوو سفيرانو ته امر وكړو چې د دواړو هېوادونو سره د تجارتي او كاروباري پلاويو د تږ راتږ پروګرام جوړ كړي او كلتوري مرستې زياتولو له كار وكړې۔ ده ووېيل اسټريا او اسټراليا مهم هېوادونه دي كومو سره چې پاكستان په ټولو څانګو كښې اړيكې او مرسته زياتول غواړي۔ اولس مشر دواړو سفيرانو ته امر وكړو چې دواړو هېوادونو كښې د پاكستان مثبت تاثر رامخې ت?? كولو او هېواد كښې د سېلګرۍ ودې لپاره په زړه پورې هڅې وكړې٬ لولس مشر ووئېل د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت زياتولو له هم بايد نوې موقع?? ولټولې شي۔ اولس مشر زياته كړه چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمېنځه په ذاتي توګه او د سوداګرو تنظيمونو ترمېنځه اړيكې لا قوي كړې شي كومو څخه چې دواړه هېوادونه ګټه پورت?? كولې شي۔ اولس مشر ووئيل دواړه نومولي سفيران بايد پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې سرمايه كارۍ لپاره د دواړو هېوادونو سرمايه كار راغب كري۔ اولس مشر ووئېل د پاكستان افرادي قوت اضافې له هڅې وكړې او دواړو هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو خېرښګړې لپاره ګامونه پورته كړې۔
په آسټریا او آسټرالیا كښې په لويه شمېره پاكستاني ځوانان زده كړه كوي
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر