اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي)وړومبۍ مېرمن ثمينه عارف علوي وئېلي دي هېواد كښې د سينې كينسر تشخيص كښې په تاخير كولو په لويه پېمانه مېرمنې د مرګ سره مخ كېږي٬په ابتدائي توګه تشخيص او علاج څخه د دې ناروغتيا په سبب كېدونكي مرګونه كمېدے شي٬د سينې كينسر څخه د مرګونو كمولو لپاره په ټول هېواد كښې په زړه پورې د خبرتيا ك??پائن روان دے۔د دې خيالاتو خرګندونه دې د زيارت په ورځ په خارجه وزارت كښې د سينې كينسر خبرتيا ك??پائن په مهال راجوړې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔د دستورې تابيا ?? پاكستان فارن آفس وويمنز اېسوسياېشن كړې وه۔دستوره كښې خارجه سېكرټري سهيل محمود٬د پاكستان فارن آفس وويمنز اېسوسي اېشن صدره مهوش سهيل٬د پي اېف او ډبليو اے عهديدار٬د خارجه وزارت چارواكي او په اسلام آباد كښې مېشته غېر ملكي مېرمنو او سفارتكارو پشمول نوموړو طبي پوهانو ګډون كولو۔دستورې ته ثمينه عارف علوي ووئيل پاكستان كښې د سينې كينسر د رنځورانو شمېره د نورو هېوادونو نه زياته ده٬د دې رنځ په آخر كښې تشخيص څخه زيات مرګونه كېږي٬په مېرمنو كښې په دې حقله خبرتيا ??اپېدا ك??لو او په وخت درملنې څخه په دې سنګين صورتحال قابو موندلے كېدے شي۔وړومبۍ مېرمنې ووئ??ل د سينې كينسر څخه د شوو مرګونو په نتيجه كښې ټوله كورنۍ ځپلې كېږي٬د ټولنې دا ذمه واري ده چې د دې لويې رنځ مخ نيوي او مېرمنو كښې خبرتيا ??اپېدا ك??لو له خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ د كورنۍ هم دا ذمه واري جوړېږي چې هغوي د ځپلې مېرمن ذهني او اخلاقي مرسته وكړي۔دې ووئ??ل د سينې د كينسر په اړه د خبرتيا ك??پائن دې تر اكتوبر محدود نه كړے شي او دا بايد ټول كال روان وساتلے شي ٬ دغسې چې قيمتي ځانونه بچ شي۔مېرمن ثمينه عارف علوي ووئ??ل د دې رنځ څخه بچ كېدو لپاره په وخت ??كر??ننګ٬علاج او متوازن ژوند خپلولو ته اړټيا ??ه۔دې ووئ??ل د صحت مندو مېرمنو څخه سحت منده ټولنه وموجود مومي٬مونږ له به مېرمنې د دې رنځ څخه ساتلو له هلې ځلې او اقدامات كول وي۔دستورې ته خارجه سېكرټري سهيل محمود ووئيل وړومبۍ مېرمن ثمينه عارف علوي د سينې كېنسر په اړه مېرمنو كښې خبرتيا ??اپېدا ك??لو له په زړه پورې هلې ځلې كوي كومې چې د ستائنې وړ دي۔ده ووئ??ل د آسيا په هېوادونو كښې پاكستان د دې رنځ څخه تر ټولو زيات ځپلے كېږي او زيات مرګونه كېږي۔د دې صورتحال ترمخه سږ كال د پخوا نه زيات د خبرتيا ك??پائن چلېدے۔ده ووئيل په دې هلو ځلو كښې صدر او وړومبۍ مېرمن په زړه پورې كردار لري۔ ده ووئېل د دې كمپائن په نتيجه كښې د قيمتي ځانونو زيان مخ نيوې كېدے شي۔د پاكستان فارن آفس وويمنز اېسوسي اېشن صدرې مهوش سه??ل د وړومبۍ مېرمن ثمينه عارف علوي په دستوره كښې په ګډون كولو مننه كولو سره ووئ??ل د سينې كينسر د خبرتيا په كمپائن كښې ستاسو هلې ځلې د ستائنې دي۔دې ووئ??ل د سينې كينسر څخه د مرګونو كمولو لپاره نړيوالې د صحت ادارې٬پنك ربن او شوكت خانم همكاري كړې او دا هلې ځلې به په سباؤن كښې هم دوامدارې ساتلې شي۔دې ووئ??ل د آسيا په هېوادونو كښې پاكستان كښې د دې ناروغتيا څخه په زيات شمېر مرګونه كېږي او په ټولنه كښې د خبرتيا ك??پائن د لارې په كېدونكو مرګونو كښې كمے راتللے شي۔دستورې ته ډاكټر عائشه لطيف٬ډاكټر حميرا او د پاكستان فارن آفس وويمنز اېسوسي اېشن جنرل سېكرټري فاطمه مدثر پشمول نورو هم خطاب وكړو
هېواد كښې د سينې كينسر تشخيص كښې په تاخير كولو په لويه پېمانه مېرمنې د مرګ سره مخ كېږي٬په ابتدائي توګه تشخيص او علاج څخه د دې ناروغتيا په سبب كېدونكي مرګونه كمېدے شي۔وړومبۍ مېرمن بېګم ثمينه عارف علوي
مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ