اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د سائنس او ټيكنالوجي وفاقي وزير سينيټر شبلي فراز وئيلي دي حكومت په ټاكنو كښې جديدې ټيكنالوجي كارولو له لوظي دے، جمهوريت قوي كولو لپاره سپيځلو ټاكني كولو ته اړتيا ده، د وزيراعظم عمران خان ويژن له مخې سپيځلو ټاكنو كولو لپاره به د ټيكنالوجي پلو تلل وي، اليكشن كميشن خپلواكه دے ٬ اليكشن كميشن چې كوم مشين قبول كړي په هغې به اعتراض نه كوو ، مونږ دا كار په تندۍ سره كول غواړو، د اپوزيشن اعتراضات فرضي دي، اپوزيشن په پخواني سسټم كښې ګټه لري ۔ ده ووئېل په پخواني سسټم كښې ټګي كيږي، څوك چې د ټاكنو پخواني سسټم څخه ګټه پورته كوي هغوي ټيكنالوجي نه غواړي، اليكشن كمېشن بايد د ورځي په بنياد ټيكنيكل ټيم سره ميټنګ وكړي۔ د زيارت په ورځ پرېس كنفرنس ته په خپله وينا كښې ده ووئيل ټاكني شخړو څخه پاكولو لپاره د اي وي اېم غوندې ټيكنالوجۍ كارول ضروري دې، مونږ د اليكشن كمېشن وضع كړو اصولو په رڼا كښې اي وي اېم جوړ كړے ۔ وفاقي وزير ووئيل اليكټرانك ووټنګ مشين (اي وي ايم) په ټاكنو كښې د استعمال په اړه د ډيرو خبرو وضاحت كول غواړو، اليكټرانك ووټنګ مشين يواځي يوه ټيكنالوجي نه ده، په شفافيت اډانه سوچ دے ۔ ده ووئېل د دې مخالفت هغه عناصر كوي كوم چې د تګۍ د لارې پخوا كامياب شوي۔ سينيټر شبلي فراز ووئيل مونږ هڅه كوو چې هېواد كښې اصلاحات وكړو، دا خبره ترسره شوې چې مونږ په د ټيكنالوجي د لارې ټاكني كوو، اليكشن كمېشن بايد په تندۍ سره ټولې غونډي وكړي
حكومت په ټاكنو كښې د جديدې ټيكنالوجي كارولو لپاره لوظي دے، د وزيراعظم وژن له مخې سپيځلو ټاكنو لپاره د ټيكنالوجي استعمال پلو به تلل وي، د سائنس او ټيكنالوجي وفاقي وزير سينيټر شبلي فراز پرېس كنفرنس
مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا