اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان د حفاظتي ټيكو د نړيوالې اونۍ پرانسته كړې . د حفاظتي ټيكو نړيواله اونۍ هر كال د اپرېل په وروستې اونۍ كښې لمانځلې شي، د دې اونۍ لمانځلو مقصد د رنځونو څخه خلق بچ كولو لپاره د واكسين لګولو عمل ته وده وركول دي چې په خلقو كښې شعور بېدار شي او د رنځونو څخه بچ كېدو لپاره واكسين استعمال كړي. په دې لړ كښې يوه دستوره وشوه. په دستوره كښې خاص مېلمه د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان ؤ. ده په رسمي توګه په دستوره كښې د حفاظتي ټيكو د نړيوالې اونۍ پرانسته وكړه. دستورې ته خپله وېنا كښې د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان ووئيل حفاظتي ټيكې زمونږ د اولاد د صحت مند سباٶن ضامن دي.
مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados