اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي وئېلي دي وزيراعظم عمران خان په 5 اګست 2019 د هند غېر قانوني او يو اړخيزه اقدام نه پس په ټوله نړۍ كښې د هند تش په نامه سيكولر او جمهوري مخ بې نقابه كړے۔د كشمير استحصال ورځ لمانځلو مقصد نړۍ له دا باور وركول دي چې هغوي د هند د اړخه د كشمير خصوصي حېثيت ختمولو په اقدام خاموشه پاتې نه شي۔د لائن آف كنټرول دې پلو د 6 اګست څخه به كشميري ځوانان د خپلو صلاحيتونو څرګندونې لپاره كشمير پريميئر ليګ كولې شي۔دې پلو په امن ناكه او سپيځلي ډول اقتدار په ښه ډول منتقل شوے دغسې بل پلو په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د كشمير استحصال ورځې په حقله د پارليمان په لان كښې د نوموړي حريت لارښود اشرف صحرائي په نامه د بوټي نالولو نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل 732 ورځې شوي چې كشميريان د ظلم سره مخ دي٬دوه كاله وشو چې كشميريان په محاصره كښې دي٬اشرف صحرائي د كورونا وائرس وبا په مهال په زندان كشې شهيد شوے۔ده ووئيل نړۍ د كورونا وائرس وبا په مهال وګړو له آسانۍ وركوي۔د هند په غېر قانوني تسلط كښې مقبوضه جمو كشمير كښې 72 زره كشميريان په وينټي ليټر دي٬څلور زره كسانو لپاره يو ډاكټر دے۔ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې ډله ايز قبرونه موندلې شوي۔په كشميريانو په روان ظلم نړۍ خاموشه ده۔ده ووئيل په آزاد كشمير كښې ټولو سياسي ګوندونو ټاكنو كښې برخه اخستې٬ د كشمير پريميئر ليګ ناكامه كولو هڅې شوي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د 5 اګست 2019 د هند غېر قانوني او يو اړخيزه اقدام نه پس په ټوله نړۍ كښې د هند تش په نامه سيكولر او جمهوري مخ بې نقابه كړے۔
وزيراعظم عمران خان په نړۍ كښې د هند تش په نامه سيكولر او جمهوري مخ بې نقابه كړے ۔شهريار آفريدي
مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores